Add Poetry

ګرچه خاورو کښې دې پټ وجود ستا مورې

Poet: خان عبدالغنی خان By: ہارون فضیل, Karachi

ګرچه خاورو کښې دې پټ وجود ستا مورې
ماته يادې هغه شان ستا سترګې تورې

مورې! ستا لاسونه مانه نه دى هېر
چې تکلېف کښې به زما نه وو چاپېر

ستا د خولې قصې يادومه هر ماښام
د ګنجى د هره مونې د بهرام

ستا وهل د بل د مېنې نه خواږه وو
ستا کنځل راته د بل دعا نه ښه وو

يا چې ما به ډير خراب وکړل کارونه
او بابا به لړزول مځکې آسمانونه

ته به وې زما ملګرې زما مل
او زما سلګو سره به تا ژړل

مورې ياد دې ماته آ وړوکې ټال
چې تا زه به زنګولم کال په کال

ستا جوټې جوټې سندرې او خندا
چې به ئې سپک لکه د باد کړو زړه زما

يا چې ماته به له قسته شوې په قار
زما اوښکې به دې بوتلې په زار زار

مورې ياد دې ماته واړه اخترونه
چې به تا په ښکلى مخ کيښول خالونه

په جګړو به دې زه کړمه پاک ښېسته
ما به ځان کړلو په خټو ابته

تابه ووهلم بيا به دې کړم ښکل
په خندا به دې زما کنځل زغمل

ماته ياد دې هغه شان ستا موسکې شونډې
ماته ياد دې هغه شان مېلو ته منډې

چې ماښام به ستړې کور ته راغلم زه
ستا په غيږ په الله هو به شوم ويده

مورې ماته ياده شپه ده يوه توره
چې زما وجود وو ګرم د سره اوره

زما سر کښې وو شغار د جهازونو
او غواږونه مې کانړه به آوازونو

زما هر مورې ته تا به وې قربان
زما هر وئې ته به تا کاوه ګريان

مورې ماته يوه بله ورځ ده ياده
چې زمونږ کور به لړزيدلو له فرياده

وه ډير يخ شان ستا لاس نازنين
ګلابى ننګى ستا وه بې رنګه سپين

ته موسکئ په خوب ويده وې پاڅيدې نه
ما ژړل درته او ته راويښيدې نه

ما وې مورې مورې تا قربان ونه وې
وې پرته خاموشه ګل په خزان سوې

ما ژړل او ته ويده وې خنديدلې
ما ژړل او تا تپوس نکړو چې ولې ؟

ګر چې خاورو کښې دې پټ وجود ستا مورې
ماته ياد دې هغه شان ستا سترګې تورې

Rate it:
Views: 569
04 Jan, 2022
More Abdul Ghani Khan Poetry
Popular Poetries
View More Poetries
Famous Poets
View More Poets