خاونده بیا سپرلې شو دنیا یو کال واړؤ
چا په ژړا واړوؤ، چا په وصــال واړؤ
چا د نتو په شان په ساګ او دال واړو
چا د صاحب په شان د بل په مال واړو
څوک په سفر لاړل بلخوا ئې مال واړو
چا د جانان په سر د خاورو شال واړؤ
چا د ګُنګرو په شان په شرنګا شرنګ تيرکه
چا د سپوږمۍ په شان په رڼا رنګ تيرکه
او غني دا هـــم ربه لکه پخـــوا واړؤ
څه ئې په خندا واړؤ څه ئې په ژړا واړؤ