د حورو د مستۍ غېږه تاوان دے غني خانه
سړے دے او ایمان ئې لا ګمان دے غنی خانه
ستا سر باندې دا ستا د خداے لاس دے زهٔ ئې وینم
دا ستا لاس کښې د کوم خداے ګرېوان دے غني خانه!
د زړهٔ زور او د سر غرور ئې خداے مهٔ کړه چې مات شي
دا پښتون وطن سم غني خان دے غني خانه!