Add Poetry

ګرچه خاورو کښې دې پټ وجود ستا مورې

Poet: خان عبدالغنی خان By: ہارون فضیل, Karachi

ګرچه خاورو کښې دې پټ وجود ستا مورې
ماته يادې هغه شان ستا سترګې تورې

مورې! ستا لاسونه مانه نه دى هېر
چې تکلېف کښې به زما نه وو چاپېر

ستا د خولې قصې يادومه هر ماښام
د ګنجى د هره مونې د بهرام

ستا وهل د بل د مېنې نه خواږه وو
ستا کنځل راته د بل دعا نه ښه وو

يا چې ما به ډير خراب وکړل کارونه
او بابا به لړزول مځکې آسمانونه

ته به وې زما ملګرې زما مل
او زما سلګو سره به تا ژړل

مورې ياد دې ماته آ وړوکې ټال
چې تا زه به زنګولم کال په کال

ستا جوټې جوټې سندرې او خندا
چې به ئې سپک لکه د باد کړو زړه زما

يا چې ماته به له قسته شوې په قار
زما اوښکې به دې بوتلې په زار زار

مورې ياد دې ماته واړه اخترونه
چې به تا په ښکلى مخ کيښول خالونه

په جګړو به دې زه کړمه پاک ښېسته
ما به ځان کړلو په خټو ابته

تابه ووهلم بيا به دې کړم ښکل
په خندا به دې زما کنځل زغمل

ماته ياد دې هغه شان ستا موسکې شونډې
ماته ياد دې هغه شان مېلو ته منډې

چې ماښام به ستړې کور ته راغلم زه
ستا په غيږ په الله هو به شوم ويده

مورې ماته ياده شپه ده يوه توره
چې زما وجود وو ګرم د سره اوره

زما سر کښې وو شغار د جهازونو
او غواږونه مې کانړه به آوازونو

زما هر مورې ته تا به وې قربان
زما هر وئې ته به تا کاوه ګريان

مورې ماته يوه بله ورځ ده ياده
چې زمونږ کور به لړزيدلو له فرياده

وه ډير يخ شان ستا لاس نازنين
ګلابى ننګى ستا وه بې رنګه سپين

ته موسکئ په خوب ويده وې پاڅيدې نه
ما ژړل درته او ته راويښيدې نه

ما وې مورې مورې تا قربان ونه وې
وې پرته خاموشه ګل په خزان سوې

ما ژړل او ته ويده وې خنديدلې
ما ژړل او تا تپوس نکړو چې ولې ؟

ګر چې خاورو کښې دې پټ وجود ستا مورې
ماته ياد دې هغه شان ستا سترګې تورې

Rate it:
Views: 930
04 Jan, 2022
More Abdul Ghani Khan Poetry
Ghani Khan Ghani Khan
Ghani Ali
سوک پہ ساز کے سوک پہ ساز کے
سوک پہ خُگ، سوی رباب کے
سوک پہ مستہ ترانہ کے
یو ٹپہ، بل افسانہ کے
ھر وخت ھرہ زمانہ کے
پہ فراق، پہ یارانہ کے
بس د خپل ژوندون قصہ دہ
پہ ھر مخ د دے کتاب کے
سوک ئے وئی پہ مڑاؤو سترگو
سوک پہ مست رنگین رباب کے
سوک د تال او حرکت نہ
کڑی ژڑا او خندا جوڑہ
ٹول وجود ئے یو ارمان شی
چی د غم کڑی گڈا جوڑہ
لاس او خپے د گلو سانگے
د بوڈئ ٹال پہ حباب کے
داسے خیشت، داسے رنگونہ
نشتہ نشتہ پہ گلاب کے
خو ھم ھغہ یو ارمان دے
دے د تال او شڑنگ دریاب کے
ھم ھغہ یوہ قصہ دہ
پہ ھر مخ د دے کتاب کے
سوک ئے سا ٹکی راواخلی
پہ خپل اور ئے سرہ لمبہ کڑی
یو مستی سرور ترے جوڑ کڑی
پہ جانان ئے صدقہ کڑی
کلہ ئے ڈوب کڑی خپل خمار کے
دوی ھم زان سرہ نشہ کڑی
کلہ تور غمگین ماخام کے
دوی یو غم کڑی یو تیارہ کڑی
یو بے وسہ مایوسی شی
نا امید ورک ماتم شی
یو بے نومہ اضطراب شی
سوے لوے پرے ادم شی
د سرو جام د میخانے کے
د جومات پی سپین محراب کے
د صوفی پہ پٹ سرور کے
د عاشق د عشق شراب کے
د شاعر د لاس کمال کے
پہ جنون، پی اضطراب کے
بس یو رنگ دے چی زلیگی
ھم جانان کے، ھم گلاب کے
ھم پہ ساز کے، ھم پہ تال کے
ھم پہ خُوگ، سوی رباب کے
یو خوا تور مغرورہ مرگ دے
بل خوا ژوند یو رنگین خوب
یو خوا غم، درد او تیارہ دہ
بل خوا مست شان لیونتوب
یو خوا ژوند یو بے وسی دہ
لویہ تورہ مقبرہ دہ
بل خوا ژوند یوہ مستی دہ
د امید ارمان نشہ دہ
پہ یو سوال دے ھم پوئی نہ کڑم
د ژوندون پہ لوئی کتاب کے
دغہ سوال بس دغہ سوال دے
ھم پہ رقص، ھم پہ رباب کے
عاشق مینہ کے سرور کے
شاعر غم او اضطراب کے
ھم ھغہ یوہ قصہ دہ
پہ ھر مخ د دے کتاب کے
ایاز
Popular Poetries
View More Poetries
Famous Poets
View More Poets