Add Poetry

انقلابي شاعری (Ajmal Khattak Inqilabi Poetry)

Poet: اجمل خٹک By: Raza, Sialkot
Inqalabi Shayari ( Ajmal Khattak Inqilabi Poetry )

تر څو چې مو د مټو یو قوت جوړیږی نه
خبره مو ملګرو په قسمت سمیږی نه

اسمان کښې پاس پردئ وریځې ګورو خوشحالیږو
یوه هم لا زمونږه په پټی وریږی نه

دا ژوند خو د عمل دې د حرکت دې د قوت دې
قصه مو په دعا او په منت رغیږی نه

جانان دې تندې تریو کړی رقیبان تورے تیرے
غورزنګ د لیونو په دې قصو کمیږی نه

د ستا د مخ په ځائ ئې ورته سره هورونه بل کړل
د مینې پتنګان په دې نخرو ویریږی نه

د ګلو په بازار کښې د خپل زړه زخمونه شماری
جانان له دې " خټکه" په هیڅ شان هیریږی نه

Rate it:
Views: 1182
31 May, 2021
More Ajmal Khattak Poetry
Popular Poetries
View More Poetries
Famous Poets
View More Poets