Add Poetry

ځواني چې چا کې ډېره شي يا غل شي يا ولي شي

Poet: خان عبدالغنی خان By: ہارون فضیل, Quetta

ځواني چې چا کې ډېره شي يا غل شي يا ولي شي
چې زور په چا کې ډېر شي يا يزيد شي يا علي شي

چې مينه چا کې ډېره شي نبي يا لېونی شي
چې علم چا کې ډېر شي يا شيطان شي يا فقير شي

چې وس د وسه ووځي يا نصيب شي يا تقدير شي
چې وخت د توله ووځي يا قيامت شي يا وصال شي

چې صبر چا کې ډېر شي يا ملنګ شي يا باچا شي
چې کبر چا کې ډېر شي يا فرعون يا دنکاچا شي

په چا چې کينه ډېره شي يا تخت شي يا تخته شي
په چا چې نفل ډېر شي يا ټټو يا پرښته شي

د چا چې بخت راويښ شي يا مجنون شي يا ليلا شي
په چا چې تهذيب ډېر شي ملولی يا ملولا شي

Rate it:
Views: 1503
04 Jan, 2022
More Abdul Ghani Khan Poetry
Popular Poetries
View More Poetries
Famous Poets
View More Poets